د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی باید په جدي توګه وڅیړل شي

شنبه ليندۍ 1396,9,25

۱۹۵ مه اعلامیه

هغه نندارتون چې نن د لوړو زده کړو وزارت لخوا په لاره اچول شوی وو، یو شمېر خبریالان د یاد نندارتون د خبري پوښښ په ترځ کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

نوموړي خبریالان، چې د نندارتون د خبري پوښښ لپاره راغلي وو، د ولسمشر د ساتونکو لخوا، چې بي بي ګل یې بدرګه کوله ووهل شول.

همدې ته ورته په یوه بله پېښه کې د خورشید تلویزون خبریال امید دولت زی، چې د یوه خبري پوښښ لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته تللی وو، د یاد کمېسیون د ساتونکو لخوا ووهل شو.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې یاد تاوتریخوالي غندي، او د هېواد د نافذه قوانینو خلاف یې بولي. او له مسوولو بنسټونو غواړي، چې د دغه تاوتریخوالي عاملین په جدي توګه وڅاري.

نوموړې اتحادیه هیله منده ده ترڅو د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه، چې د خبریالانو او رسنیو امنیت د خوندیتوب په هدف رامنځ ته شوېده، دغو قضیو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا