د( افغان خبریالانو لپاره د خوندیتوب لارښود) پرانیسته

یکشنبه ليندۍ ۱۳۹۶,۹,۲۶

د افغانستان د خبریالانو لپاره د خوندیتوب لارښود، چې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې لخوا چاپ او برابر شوی وو، نن وښودل شو.

پدې خبري ناسته کې، چې پر دې مناسبت د نوموړې اتحادیې په دفتر کې جوړه شوې وه، د نوموړي لارښود پر محتوا او د هغو تاثیراتو په اړه، چې په خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر خوندیتوب یې لري معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس ښاغلي فهیم دشتي په نوموړې خبري ناسته کې وویل: د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې، له یوې خوا حکومت مکلفیت لري، له بلې خوا د خبریالانو مرسته کوونکې او صنفي نهادونه، او له بلې خوا پخپله خبریالان مکلف دي.

نوموړي زیاته کړه: د دې لارښود محتوا د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو سره مرسته کوي، تر څو یو نوی څه د خپل امنیت او خوندیتوب لپاره زده کړي.

د ښاغلي دشتي صاحب په وینا: نوموړی لارښود ۳ زره ټوکه په پښتو اد فرسي ژبو چاپ شوي، او په ټولو ولایاتو کې به پر خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو ووېشل شي.

همدارنګه نوموړی وایې: اتحادیه په نظر کې لري ترڅو د نوموړي لارښود د محتوا پر بنسټ زده کړیز پروګرامونه په مختلفو ولایاتو کې جوړ کړي.

د افغان خبریالانو لپاره د خوندیتوب لارښود له داخلي او خارجي منابعو څخه په استفادې سره جوړ شوی دی، او د انترنیوز دفتر د (رسانه) په چوکاټ کې د نوموړي لارښود د جوړولو او چاپ او همدارنګه د زده کړیزو پروګرامونو په لاره اچولو مصارف پر غاړه اخلي.