حکومت باید د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي عاملین محاکمه کړي

چهارشنبه لړم 1396,8,10

سبا د نومبر دوهمه چې د لړم له لسمې سره سمون خوري، د ( د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو بښنه ختمه) نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په ۲۰۱۳ کال کې، د نړیوال سازمان عمومي ناستې د نوامبر دوهمه د( د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو بښنه ختمه) نړیواله ورځ اعلام کړه، او له هغه وخته د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ لمانځل کېږي.

 د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان( یونسکو) د شمېرو له مخې، افغانستان د دیارلسو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له لاسه ورکولو سره د مکسیکو په څنګ کې، په ۲۰۱۶ کال کې یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې زیات شمېر خبریالان او رسنیز کارکوونکي یې له لاسه ورکړي دي.

 د همدې شمېرو پر بنسټ، په تېرو پنځلسوکلونو کې په نړۍ کې ۹۳۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي، لدې ډلې څخه تنها لس سلمه د قتل عاملین محکمه شویدي.

وروسته له طالبانو په افغانستان کې له ۷۰ تنو زیات شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي، د عدلي او قضایي بنسټونو د خپرې شوو شمېرو په بنسټ، له نوموړو ۷۰ قضیو څخه یواځې ۹ قضیې په پوره ډول څېړل شويدي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پدې باور ده، چې په تېر یوه کال کې حکومت دغه ستونزو ته زیاته پاملرنه کړې ده.

یو کال مخکې دحکومت او رسنیو ګډه کمېټه جوړه شوه، چې د ولسمشر دوهم مرستیال د نوموړې کمېټې مشري پر غاړه لري، د حکومت د لویو ادارو مسوولین او د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو نهادونو استازي د نوموړې کمېټې غړي دي. 

نوموړې کمېټه د نورو فعالیتونو ترڅنګ، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هغو قضیو کار کوي، کومې چې له پنځلسو کلونوراهیسې پاتې دي.

د نوموړې کمېټې د کتنې پر اساس، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۱۰۰۰ قضیو څخه ۱۷۲ موارده د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې د تعقیب وړ ګڼل شویدي او لدې جملې څخه ۴۰ قضیې چې پکې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د قتل قضیې هم موجودې دي، په عملي ډول تر څېړنې لاندې دي.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د کړنو د ښه راغلاست ترڅنګ د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د ټولو قضو په څېړلو ټینګار کوي، د خبریالانو او رسنیو د ملي ا نړیوالو مرسته کوونکو نهادونو غواړي، چې دې هدف ته د رسېدلو لپاره د افغان خبریالانو سره پراخه مرسته وکړي.

موږ د افغانستان له دولت څخه دا غوښتنه لرو، چې پّ خپلو وعدو باندې عمل وکړي، او په جدي توګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین محکمه کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا