د خبریالۍ له مسلک څخه باید سواستفاده ونشي

یکشنبه چنگاښ 1396,4,18

د نن ورځې له سهار راهیسي په ټولنیزو شبکو کې تصویرونه خپاره شوي، په یادو تصویرونو کې معلومېږي، چې په ظاهره یو خبریال، چې ځان د پارلمان تلویزون خبریال معرفي کوي یوه رستورانت ته ننوزي.

پدې تصویرونو کې د خبریال تر څنګ د پولیسو مامورین هم ترسترګو کېږي، داسې اورېدل کېږي، چې په نوموړي رستورانت کې  د خبریال شتون د پولیسو په هماهنګۍ رامنځ ته شوی وي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د هڅو سره سره په دې اړه  کوم خبر د پارلمان له تلویزون څخه په لاس رانغی. 

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په دې اړه لاندې مرتبې ذکر کوي

ــ لومړی دا چې، که چېرته خبریال بیدون د کوم قانوني سند، او یاهم پداسې شکل لکه څنګه چې په تصویرونو کې معلومیږې، چې بیدون د رستورانت د کارکونو له اجازې یې فلمبرداري کړي وي، نو د نوموړي خبریال دا عمل د قانون مخالف دی، او موږ دا عمل په زوره سره محاکمه کوو.

ــ د رسټورانټ د مالک پروړاندې د خبریال لهجه او د سپکاوي له کلمو څخه استفاده په زوره د ردولو وړ دي، دلته دا ټکی هم د یادولو وړ دی، چې د رستورانت د مالک لهجه هم یو سپکاوی دی، چې باید داسې نه وای شوي. 

ــ د افغناستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، رسنیزو شکایاتو ته د رسېدنې له  کمیسیون غواړي چې نوموړې قضه په جدي توګه وپلټي.

د افغناستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، دې ته په اشارې سره، چې رسنیز فعالیتونه باید د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ او د حرفوي اخلاقي موازنو په رعایت سره ترسره شي، او ترڅنګ یې اعلام کوي، چې د خبریالانو او رسنیو له لوري هر رکم غیر حرفه یی عمل ورته د منلو وړ ندی.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا