د الازهرا په مسجد باندې د تېرې شپې ترهګریز برید وروسته، د نوموړې پېښې خبري پوښښ د زیاتو رسنیو په ځانګړې توګه د بي بي سي، سوال پیداکوونکی او د اندېښنې وړ وو.
د بي بي سي د خبرونو یو عنوان داسې راغلی وو« چهار کشته درحملهٔ مرگبار داعش به یک مسجد شیعیان کابل» په همدې حال دا عنوان بیدون د (شیعیان) له کلمې هم خپرېدلای شوای.
د افغناستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پدې باور ده، چې دا ډول بې مسوولیته کړنې که چېرې په قصدي توګه هم نه وي، بیاهم کولای شې، چې په افغانستان کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.
افغانستان په تېرو کلونو کې هم د څو ډوله جګړو شاهد دی، اما د نړۍ او منطقې هېوادونو په زیاتو هڅو کولو سربیره ونشوای کړای، چې افغانان د مذهبي جګړو په لومه کې راګیر کړي.
موږ باور لرو، که چېرته د پېښو خبري پوښښ په مسوولانه ډول ترسره نشي، په مستقیم او یا هم په غیر مستقیم ډول مذهبي جنګ ته پکې اشاره وشي، د افغانستان د راتلونکي لپاره به زیان ورسوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه له ټولو هغو رسنیو چې د افغانستان له ننه یا د باندې د دې هېواد وګړو ته نشرات لري غواړي، تر څو پدې ډول مسایلو کې پوره دقت وکړي او په هېڅ ډول د افغانستان د دښمنانو د غوښتنو په درېځ بدل نشئ.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شور