۱۵ مه عالامیه
رسنۍ باید پدې اساس وخت کې، د ترهګریزو پېښو د پوښښ په جریان کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
د افغانستان د خلکو ترهګریز دښمنان، هره ورځ د خپلو شومو اعمالو سره د خکو مېنځ ته راځي، په ملکي وګړو، په عبادت ځایونو او جوماتونو بریدونه د افغانستان د دښمنانو په جاري اعمالو بدل شويدي. اما هغه څه چې پدې وخت کې اړین دي، د دې ډول پېښو د خبري پوښښ په جریان کې د رسنیو کړنلاره ده.
د افغانستان دښمنان خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره له هر رکم تلسم کار اخلي، همدارنګه پدې هېواد کې د قومونو او مذهبونو تر مېنځ د خلا پیدا کولو پخاطر داسې جنایات رابرسېره شوېدي، زموږ په باور د افغانستان خلک د په اساسي قانون برابر دي او د هېواد ښاریان د مذهبي باورونو سره وروڼه دي، همدارنګه د هېواد له رسنیو غواړو تر څو په افغانستان کې د ترګریزو بریدونو د خبري پوښښ په جریان کې د قربانیانو د مذهب او باور د نښه کولو او یا هم له داسې ویناوو، چې د تروریستي پېښې د پېښېدو سیمه په کوم مذهب نشین پورې اړه لري په کلکه ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیزونهادونو فدراسیون