د ملي امنیت ریاست، باید ځواب ووایي

جمعه غبرگولی 1396,3,19

۱۸۴ مه اعلامیه

تېره شپه ناوخته د آزادۍ رادیو خبریال او په غور ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، قدیر غفوري، د ملي امنیت د مامورینو له لوري وهل شوی او له ځانه سره یې وړی دی.

د ښاغلي غفوري په وینا، کله چې نوموړی د یوه خپلوان له کور څخه د خپل کور په لور روان وو، په لاره کې د یو ناپېژانده کس له لوري، چې شخصي جامې یې پر تن وې درول شوی او همدا، چې د هویت په اړه ترې پوښتنه شوېده وهل شوی دی، او وروسته لدې په غور ولایت کې د ملي امنیت یوه ریاست ته وړل شوی او د څو ساعتونو لپاره  ساتل شوی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحایه د ملي امنیت له ریاست غواړي، ترڅو په جدي توګه دې پېښې ته رسیدګي وکړي.

د دې ټکې یادونه دلته ضروري بولم، چې پدې اړه د اتحادیي رهبرۍ د غور د ملي امنیت له رییس سره اړیکه نیولې، چې د نوموړي له کوچه بازارۍ او سپکاوي سره مخ شول.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه اعلام کوي، چې د ښاغلي غفوري د نیولو او د غور د ملي امنیت د رییس د سپک چلند  د قضیې په رسېدلو کې به د دې اتحادیې له رهبرۍ سره یو ځای، په رسمي توګه د ملي امیت له ریاست او نورو اړوندو نهادونو سره به په اړیکه کې شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا