د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د نهادونو د فدراسیون خبري اعلامیه

شنبه غبرگولی 1396,3,13

۰۱۴ مه اعلامیه

د تېرې اونۍ د چهارشنبې ورځې له چاودنې وروسته، چې په سلګونه ټپیان او شهیدان یې درلودل، کابل د یوي مظاهرې شاهد وو، چې د دې ترهګریز برید څخه د کرکې له ښودلو او د امنیتي نهادونو له کړنو د ناراضۍ په خاطر جوړه شوې وه.

د تېرې ورځې تضاهرات په تاوتریخوالي واوښتل، چې پکې زیات شمېر مظاهره کوونکي ټپي او شهیدان شول.

د دې مظاهرې د خبري پوښښ او پدې اړه چې کوم بحثونه په یو څو رسنیو کې وشول په پوره توګه سوال پیدا کوونکي و.

زیات شمېر رسنیو د غیر حرفوي عمل په کولو سره، د تظاهراتو د ماهیت او د مظاهره کوونکو د هویت په اړه غلت ګزارشونه ورکړل، او پداسې حال کې، چې څو نورو په غیر حرفه یې ګزارشونو او خبرو کولو سره په عملي ډول تاوتریخوالي ته بډې ووهله.

د ټولنیزو شبکو زیات شمېر کاروونکو په هڅوونکو تبصرو او د غلتو اطلاعاتو په خپرولو سره مجازي فضا له تعصب او تاوتریخوالي ډکه کړه.

د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د نهادونو فدراسیون ته هر رکم غیر حرفه وي عمل او له رسنیو سوی استفاده ورته د منلو وړ نده، د هېواد اساسو شرایطو ته په کتو سره د رسنیو له کارکوونکو څخه غواړي ترڅو په پوره دقت د ژورنالیزم د منل شوو معیارونو پر بنسټ د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د پېښو پوښښ ترسره کړي، ترڅو، چې له یوې خوا د خبر رسولو مسوولیت به یې ترسره کړی وي او له بلې خوا، خاسته یا نا خاسته، اوبه د دښمن په ژرنده ورتویې نکړي، چې د غیرمدني فعالیتونو او له تاوترخوالي او تعصب ډکو حرکتونوباعث نشي.

همدارنګه موږ د ټولنیزو شبکو له کاروونکو غواړو، چې په مسوولانه ډول او  ریښتینو ګزارشونو سره دا ډول تبصرې وکړي، ترڅو چې د خبررسونې جریان ته لدې ډېر زیان ونه رسېږي.

فدراسیون د حکومت له ویاندویانو غواړي، ترڅو د رسنیو د ضرورت وړ اطلاعاتو ته په سریع او دقیقه توګه جوابونه ورکړي، او د اطلاعاتو د خلا زمینه برابره نکړي.

د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د نهادونو فدراسیون