۱۸۲ مه اعلامیه
نن سهار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترځ کې له لس تنو زیات د رسنیو کارکوونکي شهیدان او ژوبل شول.
په هغو ګزارشونو کې چې تراوسه زموږ لاس ته رارسېدلې دي، ویل کېږې، چې د دې پېښې قربانیان د بي بي سي کارکوونکي یو شهيد او څلور ژوبل د طلوع کارکوونکي یو شهید او دري ژوبل او د یک تلویزون له کارکوونکو دري تنه ژوبل شويدي.
د هغو ګزارشونو پر اساس، چې تراوسه لدې پېښې موږ ته رارسېدلي دي، د پېښې ځای ته نږدې رسنۍ هم زیانمنې شویدي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې دا برید د بشریت ضد ګڼلی او نوموړې پېښه یې په شدیدو الفاظو غندلې ده. په همدې حال کې د افغانستان له حکومت غواړي، ترڅو د دې پېښې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي او د امنیت راوستلو په لار کې جدي هڅې وکړي ، چې نشتون یې په افغانستان کې د رسنیو د کار په لاره کې لوی خنډ دی.
د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د نهادونو فدراسیون