د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي اندازه له زغملو لوړه شوې

سه‌ شنبه غبرگولی 1396,3,2

۱۸۱ مه اعلامیه

تېره ورځ په  تخار ولایت کې د رسنیو د بازار پر ولایتي مسوول د مسلح کسانو له لوري برید وشو. که څه هم پدې برید کې ښاغلي حبیب عزیزي او ملګرو ته یې ضرر ونه رسېده، د تخار پولیسو اعلام کړی، چې دا قضیه څېړو، نوموړې قضیې زیاتې اندېښنې را ولاړې کړېدي.

همدارنګه په همدې ورځ دوه تنه نور خبریالان( پروېز رومل د رویترز آجانس خبریال او نورالله شېرزاد د فرانسې اجانس خبریال) په جلال آباد کې د ملي امنیت د مامورینو لخوا وهل شوي دي، همدارنګه د ننګرهار پولیسو  په همدې اړه اعلام کړی، چې د دې مسلې څېړنه به کوو.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې، چې له دا ډول پېښو یې د اندېښنې اعلام کړی، پدې باور ده، چې په تېرو کلونو کې د دولتي مربوطه بنسټونو د خبریالانو پر وړاندې د تاوترخوالي دې ډول قضیو ته د نه پاملرنې له کبله یې داسې تصویر جوړ کړی دی، چې ګواکي هر څوک کولای شي، چې د خبریالانو پر وړاندې په تاوترخوالي لاس پورې کړي، او هېڅ منبع د دا ډول قضیو پوښتنه نه کوي.

د نوموړې اتحادیې له دیده، عدلي او امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضو په څېړنه کې غفلت او بې مسوولیتي کوي، او دا وضیعت لدې ډېر د زغملو ندی.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحایه، دهېواد د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو په فدراسیون کې له خپلو شریکانو غواړي ، ترڅو د رسنیو او خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کډې کمېټې په راتلونکې ناسته کې  دا مسله له حکومت سره یو وار او د تل لپاره فیصله کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شور