د اطلاعات و فرهنګ وزارت نوی اقدام د ستاینې وړ دی

شنبه غویی 1396,2,9

۱۷۹ مه اعلامیه

پدې وروستیو کې د اطلاعات و فرهنګ وزارت نشراتي معیینیت، د هېواد ټولو رسنیو ته رسمي لیک استولی، چې پکې د ټولیزو رسنیو د فعالیت طرز او تاسیس د مقررې ټول موارد ذکر شویدي. له رسنیو یې غوښتي، ترڅو د مقررې دغه موارد د اداري مسایلو په جریان کې له پام ونه غورځوي.

د دې مقررې له پنځلسم څخه تر یوویشتم موادو پورې، د رسنیو د مالکانو او ګردانندګانو مسوولیتونه د هغوی د کارکوونکو پر وړاندې، لدې جملې د دوی د قراردادونو ورته والی د کار او د دې مقررې له قانون سره، د جنګي سیمو او یا هم د ترهګریزو پېښو د پوښښ په صورت کې د خبریالۍ امتیازونو ثابتول، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو اکرامیه او دې ته ورته نور حقوق پکې بیان شویدي.

د افغانستان د ژونالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې د اطلاعات و فرهنګ وزارت لدې اقدام څخه هرکلی کوي، د رسنیو له ټولو خبریالانو او کارکوونکو غواړي، چې د خپلو حقونو او امتیازونو د پوهېدنې لپاره، کوم چې نوموړې مقررې ورته ضمانت کړی دی، او د دې حقونو او امتیازونو ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

همدارنګه موږ د اطلاعات و فرهنګ له وزارت غواړو، ترڅو د نوموړې مقررې په بنسټ د رسنیو د کارمندانو او مالکانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره ژر تر ژره یو کمیسیون جوړ کړي،  چې قانوني امتیازونو او حقونو ته دلاس رسي د نشتون له کبله د رسنیو د کاکوونکو د ناراضۍ په صورت کې، دا کمیسیون مربوطه مسایلو ته رسیدګي وکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا