۱۷۸ مه اعلامیه
د تېرې ورځې په خبري ناسته کې ولسمشرغني، د ولسمشر سلوک حداقل له یوه خبریالا سره د بیان د آزادۍ د ارزښتونو او د رسنیو د آزاد فعالیت خلاف وا.
د ارګ له پرېښودلو وروسته زیاتو خبریالانو د ولسمشر له خشونت او توهین ډک سلوک څخه شکایت وکړ.
په همدې اړه د ولسمشر ویاند هم په یوه تلویزوني خپرونه کې د خبریال په وړاندې داسې الفاظ وکارول، چې له احترام لري وو.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د رسنیو د آزاد فعالیت او د بیان آزادۍ اصل ته په ټینګار سره، دا ډول سلوک غندي.
موږ پدې باور لرو، چې دولتي چارواکي د یوه سوال له ځواب کولو ځان ساتي، مګر پدې اړه د سلوک طریقه ډېره مهمه ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، یو ځل بیا له دولتي چارواکو په ځانګړې توګه له ولسمشر غواړي، چې له خبریالانو سره په سلوک کې متقابل احترام رعایت کړي او د بیان د آزادۍ معیارونه په هېڅ قېمت تر پښو لاندې نکړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا