۱۷۶ مه اعلامیه
د حوت د میاشتي اووه ویشتمه برابره ده د خبریال له ورځې سره، دا ورځ له څلورو کلونو راهیسي د افغان خبریالانو په ابتکار نمانځل کیږي.
په روان کال کې، دا ورځ پداسې حال کې نمانځو چې د خبریالانو وضیعت د تېرو کلونو په پرتله، ستونزمن شوی دی.
د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو نهادونو د ګزارش پر اساس، په روان کال کې، چې مخ په ختمېدو دی، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شویدي.
په همدې کال کې نږدې څلور تنو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او له ۷۰ څخه زیاتو رسنیو د امنیتي او اقتصادي ستونزو په شمول د دېرو نورو دلایلو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې د خبریالانو ورځ خبریالانو، رسنیزو فعالینو او رسنیزو کارکوونکو ته د دې ورځې مبارکي وایي، او ترڅنګ یې اعلام کوي، چې د تېر په شان به د هغوی ترڅنګ درېږي، په ستونزو او خنډونو کې به له دوی څخه هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.
همدارنګه موږ په روان کال کې د خبریالانو په وړاندې د ملي یوالي د حکومت له له همکارۍ او د هغوی د متفاوت چلند هرکلی کوو، او هیله لرو، ترڅو په راتلونکي کال کې حکومت د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو سره په همکارۍ وکولای شي، په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لپاره یوه ښه فضا رامنځ ته کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا