د استازو جرګې له نوې مصوبې هرکلی کوو

سه‌ شنبه مرغومی 1395,10,28

۱۷۴ مه اعلامیه

د استازو جرګې نن ورځ هغه طرحه تصویب کړه، چې د هغې پر اساس هغه امنیتي سرتېري، چې د هېواد په دفاع کې خپل ځانونه له لاسه ورکوي ، باید د شهيد په نامه یاد شي.

د استازو د جرګې دا مصوبه  د سنا مجلس ته استول شوې ده، او د سنا مجلس د تصویب په صورت کې به ولسمشرۍ ته د توشیح لپاره واستول شي، چې د ولسمشر له توشیح ورسته به پر قانون بدله شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ ته احترام د هېواد د ټولو وګړو مسوولت ګڼي او ترڅنګ یې د نوموړې طرحې له تصویب هرکلی کوي.

موږ په دې باور یاستو، چې د هېواد له امنیتي ځواکونو د پراخ ملاتړ په صورت کې به د یوې سوله ایزې راتلونکې هیلمند واوسو.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د ترهګریزو ډلو له لوري د رسنیو او خبریالانو تهدیداتو ته په متوجه سره په دې ټګې ټینګارکوي، چې ګواکې د خبریالانو او رسنیو لخوا د شهید اصطلاح د هېواد د هغو امنیتي ځواکونو په وړاندې، چې خپل ځانونه د هېواد د دفاع پخاطر قربانوي ، شاید د ترهګریزو ډلو لخوا پرې تهدید زیات شي.

 د دې موضوع په نظر کې نیولو سره زموږ غوښتنه له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو داده، چې د دې مصوبې په عملي کولو کې له رسنیو سره مرسته وکړي او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ترهګرو د هرډول تهدیداتو په رفع کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا