۱۷۳ مه اعلامیه
تېره ورځ د تخار ملي امنیت ریاست له لوري، د تخار پوهنتون استاد عبدالمعروف تفکري، چې د خبریالانو پروړاندې یې جهاد اعلام کړی وو، ونیول شو.
تفکري په خپلو اضهاراتو کې، چې اسناد یې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې سره موجود دي، خبریالان او رسنیز کارکوونکي یې خبیث، یهود او د شیطان ډله بللي دي او د دوي پر وړاندې یې د جهاد اعلام کړی دي، نوموړي هیلمندي یې ښودلې، چې د داعیش ډله به دوی ته ډېر ژر سزا ورکړي.
د ملي امنیت لخوا د تفکري له نیول کېدو وروسته په تخار ولایت کې يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې نوموړی بېرته راخوشی شي، د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحایه، له دغو هڅو په اندېښنې ښودلو سره له ولسمشرۍ او اجرایه ریاست غواړي، چې د دا ډول هڅو مخه ونیسي او پرېنږدې، چې دا ډول هڅې د عبدالمعروف تفکري د قانوني څیړنې خنډ شي.
پدې اړه چې کوم اسناد موجود دي موږ به ژر تر ژره یاد اسناد مربوطه منبع ته ولېږو ترڅو د دې قضیې په اړه قانوني تصمیم ونیول شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديه پداسې حال کې، چې په لوګر ولایت کې د پیغام د ملي رادیو مسوول مدیر، محمد نصیر مدثر په شهادت خواشیني څرګندوي او د نوموړي شهادت، د رسنیو د ټولنې او په ځانګړې توګه د لوګر ولایت د خبریالانو لپاره یوه لویه ضایع ګڼي، له دولتي مسوولو نهادونو غواړي ترڅو د دې قضیې عاملین ژر تر ژره په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا