د خبریالانو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو او احتمالي خطرونوپه تړاو

سه‌ شنبه تله 1395,7,20

۱۷۰ مه اعلامیه

په تېرو دوو اونیو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې لس پېښې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې رامنځته شویدي.

مخکې لدې هم د د یو لړ مواردو په اړه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې خپل ښکاره دريځ بیان کړ او په ځینو مواردو کې، چې له هغې جملې څخه یو یې هم د غور ولایت د پولیسو له لوري د محمد حسن حکیمي او یاسین آژند نیول وو، چې د نوموړي ولایت د پولیسو له قومندان او لوی څارنوال سره په مستقیم ډول په اړیکه کې وو تر څو دا مسله حل شي.

په وروستۍ پېښه کې، د غزني ولایت د پوهنې رییس لخوا پدې ولایت کې د ښځینه معلمانو د مظاهرې د خبري پوښښ په جریان کې دریو تنو خبریالانو ته سپکاوی او د دوی په برابر کې یې بد الفاظ وکارول.

په غزني کې د یک تلویزون خبریال فیصل نوید، د غزنویانو د محلي تلویزون خبریال محمد وارث نعیمي او د باختر خبري آژانس خبریال نظام الدین غوثي، چې غوښتل یې پدې ولایت کې د ښځینه معلمینو له مظاهرې خبر جوړ کړي، د غزني ولایت د پوهنې د رییس محمد عابد عابد له لوري ورته سپکاوی وشو.

نوموړي خبریالان وایي، چې عابد له دوی سره د فزیکي شخړې قصد درلود او د دوی پر وړاندې یې بد الفاظ کارولي دي.

هغه صوتي ثبوت د افغانستان د ژورنالیستانو له اتحادیې سره موجود دی کوم چې عابد د خبریالانو پر وړاندې بد الفاظ استفاده کړي دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې د خبریالانو پر وړاندې دا ډول سلوک غیر قانوني بولي، په مستقیم ډول یې د پوهنې له وزارت سره اړیکه نیولې او پدې اړه د دې ولایت د پوهنې د رییس له جدي څېړنې غوښتونکې ده. 

همدارنګه په هلمند او فراه ولایاتو کې یوشمېر خبریالان دې ته اندېښنه لرې، چې ګواکي ممکنه ده چې د نوموړو ولایاتو د امنیتي وضعې د خرابېدو له امله به دوی خپل ځانونه له لاسه ورکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په هلمند کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب پخاطر د ولسمشرۍ د مشاوریت له هڅو مننه کوي او دا غوښتنه لري، تر څو د فراه ولایت د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب لپاره همدې ته ورته  اقدامات ترسره کړي. 

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه له دولتي او غیر دولتي بنسټونو او په تخار ولایت کې د نوموړې اتحادیې له استازي دفتر څخه د کندز ولایت له خبریالانو سره د مرستې کولو پخاطر مننه کوي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا