د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې جدي او سریع عمل ته ضرورت

جمعه تله 1395,7,16

۱۶۹ مه اعلامیه

په تېرو ورځو کې څو پېښې رامنځته شوې، ضروري ده، چې دا پېښې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې له لوري  په جدي او سریع ډول وڅېړل شي.

 په یوه جدي پېښه کې، په غور ولایت کې خبریال او مدني فعال محمد حسن حکیمي د هغو ګزارش د خپرولو له امله، چې په هغه کې د غور ولایت د ښاروال له خولې ویل شوي وو، سناتور محمد داوود غفاري یوه اندازه ځمکه، چې په اصل کې هغه یوه شنه ساحه وه غصبه کړې او کور یې پرې جوړ کړی دی، د نوموړي سناتور له لوري تهدید شوی دی.

همدارنګه سناتورغفاري څارنوالۍ ته شکایت کړی او د ښاغلي حکیمي د نیولو غوښتنه یې ترې کړیده.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې لدې موضوع څخه یې اندېښنه ښودلې د حکومت او رسنیو له ګډې کمېټې، چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او امنیت پخاطر رامنځته شویده غواړي، ترڅو دې موضوع ته ژر تر ژره ورسېږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پدې باور ده، د خبریالانو د مسلکي فعالیت په اړه هر ډول مسله باید د قانون تر سیورې لاندې وڅېړل شي.

یو ځل بیا د ښاغلي حکیمي په قضیه ټینګار کېږي، چې د هېواد د نافذه قوانینو او د ۱۳۹۴/۱۱/۱۰ د ۲۱۹۳ شمېره فرمان په اساس تنها د رسنیو مشکلاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رسنیو او خبریالانو شکایاتو ته د لاس رسي صلاحیت لري او بل هيڅ کوم بنسټ او یا هم یو کس دا صلاحیت نلري چې له خپلې وظیفې په سوی استفادې سره کوم خبریال او یا کومه رسنۍ تهدید کړي.

په یوه بله پېښه کې د کلید رادیو خبریال او د الجزیره تلویزون خبریال د غزني ولایت د استیناف محاکمې د ساتونکو له لوري توهین او تحقیر شوي دي او وروسته هم په مرګ سره تهدید شوي.

همدارنګه په غزني ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې مسوولینو د حزب جمعیت اسلامي د دفتر له کارکوونکو او د داکتر نجیب الله له بنسټ څخه شکایت کړی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په آدرس رسمي لیکونه استولي او د ذکر شوو استول شوو مواردو په اړه  او د دې پېښو په جدي څېړلو یې ټینګار کړی.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا