۱۹۸ مه اعلامیه
نن د ۲۰۱۸ میلادي، کال د فیبرورۍ د میاشتې دیارلسمه نېټه، چې برابره ده د ۱۳۹۶ شمسي کال د سلواغې د میاشتې له ۲۴نېټې سره، د رادیو نړیواله ورځ.
له رادیو څخه د لومړي ځل لپاره د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې د اړیکو د وسیلې او اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې ګټه واخستل شوه. په ۱۹۲۰ کال په افغانستان کې لومړنۍ رادیو په کار پیل وکړ.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې، په ځانګړې توګه د وروستۍ پېړۍ په آخرو کې، رادیو د اطلاعاتو د خپرونې او لاسته راوړنې معموله وسیله وه.
د اطلاعات و فرهنګ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې ۴۳۲ رادیویي پایې شتون لري.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوولين، د رادیو د نړیوالې ورځې مبارکي د رسنیو ټولو همکارانو، په ځانګړې توګه هغوی ته، چې په رادیوګانو کې فعالیت کوي،وایي.
مګر موږ هیله لرو، چې په رادیو کې زمونږ همکاران وتوانېږي، چې د ریښتینو ګزارشونو، خبرونو او معلوماتي خپرونو په خپرولو کې له پخوا څخه ډېر د خپلو هېوادوالو په خدمت کې شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا