
د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د لاسته راوړنو او پرېکړو د وړاندې کولو ناسته، نن سهار د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت نشراتي معیین سید آقا حسین فاضل سنچارکي، د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون غري ښاغلي محمد فهیم دشتي او د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې استازي د ګډې کمېټې د نهمې ناستې د بحثونو او پرېکړو په اړه خبریالانو ته معلومات وړاندې کړل.
د خبریالانو پر وړاندې د تاوترخوالي د دوسیو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه او پدې اړه د امنیتي بنسټونه ګزارش، له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ د صندوق تګلاره او د مشرتابه تغیر، له حکومتي بنسټونو سره د رسنیو د مالي ستونزو په مختلفو شکلونو څېړنه، د ترهګریزو پېښو د خبري پوښښ د تګلارې جوړول، د خبریالانو لپاره د امن خونو د جوړولو د طرحې برابرول او د ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت طرز او ډول د مقررې تصویب اصلې موارد وو، چې د ګډې کمېټې په نهمه ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شول او په اړینو مواردو کې پرېکړې وشوې.
د نن په ناسته کې د دغو پرېکړو په اړه په جزیاتو سره معلومات وړاندې شول او پدې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.