
په هغه ناسته کې، چې تېره ورځ د آژانسونو، چاپي او صوتي رسنیو استازو او د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو مسوولینو له ولسمشر غني سره درلوده، ولسمشر د رسنیو د مالیاتي جریمو د بښنې فرمان صادر کړ.
د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون په وار وار سره دا موضوع له دولتي چارواکو سره مطرح کړې وه، چې په وروستي ځل د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په ناسته کې، چې په تېره اونۍ کې ترسره شوه، چې مشري یې د ولسمشرۍ دویم مرستیال په غاړه لري د دې موضوع په اړه بحث وشو.
د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې له حکومتي بنسټونو په لاس راغلي دي، رسنۍ نږدې ۱۱۰ میلیونه افغانۍ د مالیاتو او مالیاتي جریمو د نه ورکړې له کبله پاتې دي.
د رسنیو د مالیاتي باقي دارۍ په اړه د ولسمشر په فرمان کې داسې راغلي، چې دا مبلغ د قېسط په ډول له رسنیو واخستل شي: د باقیاتو د تحصیل د قانون د ۱۲ مې مادې مطابق د صوتي رسنیو، نشراتي موسسي او آژانسونه چې تراوسه یې خپل مالیات نه دي تحویل کړي، په میاشتني قېسط سره یې د حد اقل تر ۷ کلونو پورې تحویل کړي.
پدې فرمان کې ټولې هغه جریمې، چې د مالیاتو د نه تحویلۍ او یا په تحویلۍ کې ځنډ د دې فرمان د لومړۍ مادې په درج شوو رسنیو باندې راغلې دي وبښل شوې.
ولسمشر د فدراسیون د دغه غوښتنې د ځواب په اساس، چې چاپي رسنۍ د رسنیو د قانون د حکمونو پر بنسټ د مالیاتو له ورکړې څخه معافې دي مګر د مالیې وزارت له دوی څخه د مالیې غوښتنه کوي، وویل: پدې مسله کې د رسنیو د قانون او د مالیاتو د قانون تر منځ تضاد موجود دی. زه پدې اړه د رسنیو د قانون حکم ته ترجیح ورکوم او د یوه فرمان يه صادرولو به دا ستونزه حل کړم.
د ولسمشر په وینا: حتا که پدې اړه د مالیاتو د قانون تعدیل ته ضرورت شي، د ملي وحدت حکومت د دې قانون د تعدیل لپاره حاضر دی.
زیات شمېر رسنۍ د فریکونسۍ د حق الامتیاز له نه ورکړې څخه باقي دارۍ لري، همدارنګه په همدې فرمان کې د تصویري رسنیو د مالیاتي باقي دارۍ اوجریمو هېڅ ذکر ندی شوی. کله چې دا مسایل له ولسمشر سره شریک شول، ولسمشر د مالیې وزارت د عوایدو معیینیت ته هدایت ورکړ، ترڅو یو پنځه یا شپر کسیزه کمېټه د فدراسیون د استازو په حضور جوړه کړي.
د ولسمشر د وینا پر بنسټ، دا کمېټه به د رسنیو د جریمو او مالیاتي باقي دارۍ په ارتباط ټول مسایل بررسي او د دغو ستونزو د حل لپاره به یوه طرحه ولسمشرۍ ته وړاندېز کړي.
ولسمشر له رسنیو سره د خپل حکومت د چلند په اړه د مخکینیو حکومتونو په پرتله سره وویل: مخکې لدې ستاسې خبرې له حکومت سره په مثال د یوه کوڼ سره خبرې وې، مګر اوس یو آوریدونکی غوږ ستاسې د ستونزو د آورېدلو او د دې ستونزو د حل کولو لپاره شتون لري.
د ژورنالیستانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو استازي او هغوی، چې د چاپي رسنیو، رادیوګانو او آژانسونو په استازیتوب په دغه ناسته کې خبرې وکړې، د مالیاتي جریمو د بښنې په ارتباط یې د ولسمشر د دې اقدام هرکلی وکر، او هيله یې ښکاره کړه، چې حکومت په نور وعدو د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په تړاو هم وفا وکړي.