
د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې اوومه ناسته، چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د استازو او د دولتي اړوندو بنسټونو مسوو لینو په ګډون د جمهوري ریاست د دوهم مرستیا، محمد سرور دانش په مشرۍ تېره ورځ ترسره شوه.
پدې ناسته کې د کورنیو چارو د وزارت مسوولینو، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت عمومي ریاست او د سیمه ایز ارګان خپلواکې ادارې د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو په وړاندې د تاوترخوالي او ګواښ د قضیو د څېړنې په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو ګزارش وړاندې کړ.
د فدراسیون استازو د دې ګزارشونو د مهمو برخو په تایید سره، کوم موارد، چې تراوسه ګنګ پاتې دي او یاهم په وړاندې کولو کې یې غلطي رامنځته شوې وه، یادونه وکړه.
پدې ناسته کې پرېکړه وشوه، ترڅو د فدراسیون استازي د کورنیو چارو د وزارت له مسوولینو او لوی څارنوالۍ سره د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو په وړاندې د تاوترخوالي او ګواښ د قضیو د څېړنې د نواقصو د لرې کولو لپاره ژر تر ژره یوه ناسته ترسره کړي.
د ګډې کمېټې په پرونۍ ناسته کې، له خبریالانو څخه د ملاتر د صندون د جوړولو او کارونې کړنلاره تصویب شوه. چې نوموړې کړنلاره مخکې د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون له لوري جوړه شوې وه.
ولسمشر غنې په هغه لېدنه کې، چې څه موده وړاندې یې د فدراسیو له استازو سره درلوده، د فدراسیون لخوا د هغو وړاندیزونو په ځواب کې، چې له هغو خبریالانو سره د مرستې لپاره، چې د کار په جریان کې ټپي شوي دي او یا یې هم خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي او یا هم په صعب العلاج ناروغۍ اخته دي، له خبریالانو څخه د ملاتړ د صندوق جوړولو لپاره د یوې څانګړې طرحې غوښتونکی وو، او ژمنه یې کړې وه، چې د دې ډول یوې طرحې په جوړولو سره به، خپله زه د نوموړي صندوق د مالي مرستې د ټولولو لپاره به د هېواد دننه او یا هم له باندې څخه هڅې وکړم.
د تېرې ورځې په ناسته کې د نوموړې کړنلارې له تصویب وروسته، پرېکړه وشوه ترڅو یو ځل بیا له ولسمشر سره د فدراسیون د استازو د کتنې زمینه مساعده کړي، تر څو په عملي ډول د صندوق لپاره د کومک ټولونې کار پیل شي.
د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټو استازي به د یاد صندون اداره په غاړه واخلي او د رسنیو او حکومت ګډه کمېټه به د نوموړي صندوق څارنه په غاړه ولري.
په همدې ناسته کې د ټولیزو شخصي رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرز او ډول د مقررې د تعدیل په مسله هم بحث وشو.
نږدې دوه کاله وړاندې، دا مقرره نافذه شوه او د نوموړې مقررې په انفاذ سره اکثریت رسنیو شکایت درلود، د بانکي ضمانت او د فعالیت د جواز مبلغ چې په دې مقرره کې ثبت شوي، دا د منلو وړ ندی او رسنۍ د دې مبلغ د ورکړې توان نلري.
تېر کال د دې مقررې د تعدیل طرحه، د فدراسیون له لوري برابر شوه او د حکومت د قوانینو د کمېټې له لوري تصویب شوې وه مګر وروسته بیا د کابینې په مجلس کې تایید نشوه.
د تېرې ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه، ترڅو د اطلاعات و فرهنګ او عدلیې وزارتونو مسوولین د فدراسیون د استازو په حضور سره، یو ځل بیا وړاندیز شوي تعدیلات وګوري او د کابینې مجلس ته د تصویب پخاطر واستول شي.
همدارنګه د یو شمېر رسنیو مالیاتي باقي دارۍ او د مالیاتو له ورکړې څخه د چاپي رسنیو د معافیت پر مسله په تېره ناسته کې بحث وشو او د اطلاعات و فرهنګ وزارت او د فدراسیون استازو ته دنده وسپارل شوه ترڅو د کابینې د تایید لپاره د رسنیو د مالیاتي باقي دارۍ د بښنې او یا هم پدې اړه د تخیفیف برابرول او همدارنګه د مالیاتو له ورکړې څخه د چاپي رسنیو معافیت په اړه مشخص وړاندیزونه چمتو کړي.
د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو لپاره د امن د خونو د جوړولو او کارونې طرحه، چې د فدراسیون له لوري برابره شوې وه، د تېرې ورځې په ناسته کې بررسي وکتل شوه. چې دا طرحه د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لوري ومنل شوه او پرېکړه وشوه، ترڅو د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره له فدراسیون سره په همغږي، په یاده طرحه کې د اړتیا وړ بدلونونه رامنځته کړي او د دې طرحې د اجرا وړاندیزونه مربوطه چارواکو ته ترتیب کړي.
نږدې ده، چې د حکومت او رسنیو په راتلونکې ناسته کې، هغه بنسټونه چې د تېرې ناستې د پرېکړو په اساس یې ځانګړې دندې په غاړه واخستې د خپل کار نتیجې وړاندې کړي.
د ګډې کمېټې ناستې هره میاشت یو ځل جوړېږي.