دولت باید د کندز د سیمه ایزو رسنیو ملاتړ وکړي

یکشنبه زمری 1395,5,31

۱۶۴ مه اعلامیه

په دې وروستیو کې، په کندر ولایت کې د امنیت په خراپېدو سره، د نومړي ولایت سیمه ایزې رسنۍ له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کندز د سیمه ایزو رسنیو یو شمېر مسوولین وایي، چې د برق د نشتون او یا هم د برق د جریان د دوامداره پرې کړې له کبله یې خپرونې درېدلې دي.

د کندز د یو شمېر نورو رسنیو فعالیت د امنیتي ستونزو د اندیښنو له کبله په ټپه درېدلی دی.

تېر کال، کله چې کندز ولایت د طالبانو له لوري ونیول شو، طالب ځواکونو د رسنیو په دفترونو باندې بریدونه وکړل، وسایل یې خراب او یاهم لوټ کړل.

په عین وخت کې خبریالان او رسنیز کاروونکي د دې ولایت پرېښودلو ته اړ، کابل او یاهم په نږدې ولایاتو کې مېشت شول.

د کندز ولایت د رسنیو مسوولین او خبریالان وایي: تېرو ورځو کې د دې له ډاره، چې امکان لري د تېر کال وضعیت بیا تکرار شي، خپلې رسنۍ یې تړلې او وسایل یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. هغوی له دولتي چارواکو غواړي ترڅو د دوی د امنیت او خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي، چې دوی وکولای شي بېرته فعالیت شیروع کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د کندر ولایت له سیمه ایزو چارواکو غواړي ترڅو د کندز ولایت د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب لپاره زیاتې هڅې وکړي.

همدارنګه موږ په کابل کې له دولتي چارواکو سره په اړیکه کې یاستو ترڅو د کندز ولایت د سیمه ایزو رسنیو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره زمینه برابره شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا