ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی ستونزمن شوی دی

یکشنبه وږی 1395,6,7

۱۶۶ مه اعلامیه

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د (فیسبوک) یو شمېر کاروونکي شکایت لري، چې دغو رسنیو ته د دوی لاس رسی ستونزمن شوی دی.

که څه هم تېز انترنیت ته لاس رسی لري او کولای شي له نورو سایتونو استفاده وکړي، مګر له فیسبوک څخه استفاده ورته محدوده او زیات وخت نیسي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې، چې فیسبوک ته د لاسرسي ستونزه تایید کوي ترڅنګ یې له دولتي مسوولینو په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزارت غواړي، چې دا ستونزه ژر تر ژره په جدي ډول حل کړي.

موږ همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له مسوولینوغواړو ترڅو د دې ستونزې په اړه، پوره او رسمي معلومات وړاندې کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا