د سرک جوړونې شرکت له لوري د دوو خبریالانو نیول

سه‌ شنبه غبرگولی 1396,3,23

تېره ورځ د سرک جوړونې شرکت ساتونکو، کوم چې د کابل ــ جلال آباد د لویې لارې په دویمه کرښه د نښلولو کار پر غاړه لري، دوه تنه خبریالان یې وهلي او د یو څه وخت لپاره یې له ځان سره وړي دي.

د طلوع تلویزون خبریال، زیار خان یاد او د میوند تلویزون خبریال کله یې، چې غوښتل د دې سرک د جوړولو په اړه ګزارش جوړ کړي، د شرکت د ساتونکو له لوري وهل شوي دي.

د زیان خان په وینا، د یاد شرکت کارکوونکو شکایت کړی، چې له څو میاشتې راهیسې یې معاشونه ندې ورکړل شوي، او له بل لوري هم د دې پروژې د کمښت په اړه ګزارشونه موجود دي او موږ غوښتل چې دا مسایل پوښښ کړو، چې د شرکت ساتونکو پر موږ باندې برید وکړ.

په ننګرهار کې مسوولین وایې، چې د دې پېښې په تړاو، د یاد شرکت څو تنه ساتونکي د پولیسو له لوري نیول شوي او تر پلټنې لاندې دي.

 د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اعلام کړی، چې دا قضیه به له نږدې تعقیبوي.

د نوموړې اتحادیې د مسوولینو په وینا، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې حتا یو ساختماني شرکت هم دا جرت  کوي، چې د دوی پروړاندې یې تاوتریخوالی ترسره کړي.