
د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسوټونو فدراسیون، نن سهار په یوه خبري غونډه کې له حکومت وغوښتل، ترڅو له هغه خبریالانو سره چې د ترهکریزو پېښو قرباني کیږي او یا هم له هغو رسنیو سره چې د دارنګه پېښو له امله زیانمنې کېږي، په وخت سره مرسته وکړي.
پدې ناسته کې د نوموړي فدراسیو غړو، صدیق الله توحیدی او رحیم الله سمندر د هغې اعلامیې پښتو او فارسي متن ، چې د فدراسیون له لوړي پدې اړه صادره شوی وو، ګډونوالو ته وړاندې کړ.
همدارنګه په همدې اعلامیه کې د خبریالانو په خوندیتوب ټینګار شوی وو.
پدې اعلامیه کې د هغو ۲۵ تنو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نومونه هم خپاره شويدي، کوم چې په دوو وروستیو پیښو کې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې شهيد شوي او یا هم زخمي شوي دي، چې له دې جملې څخه آته کسان شهید او پاتې نور ټپي شوي دي.
په ورته وخت کې زیات قربانیان له ملي تلویزون څخه وو( پنځه شهید او څلور زخمي)، بي بي سي تلویزون ښپږ او یک تلویزون پنځه قربانۍ درلودې. نور قربانیان له آریانا، طلوع، پرس تې وي، پژواک آژانس او مشعل تلویزون څخه وو.
یک تلویزون، بي بي سي تلویزون، مشعل تلویزون، مانګار ورځپاڼه او د ننګرهار ملي تلویزون هغه تلویزونونه د رسنیو له هغې جملې څخه دي، چې مالي زیانونه یې لیدلي دي. لدې جملې څخه یک تلویزون ته ډیر زیان رسیدلی دی. د یک تلویزون د مسوولینو په وینا، دې تلویزون ته اوښتي زیانونه له څو میلیون امریکایي ډالرو څخه زیات دي.