
وروستۍ ترهګریزې پېښې، چې په هغه کې زیات شمېر خبریالان او رسنیز کاکوونکي شهید او ټپي شول، یو ځل بیا یې د رسنیو او خبریالانو د صندوق فعالولو لپاره ضرورت پېښ کړ. په هغه لیدنه کې چې نن د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون استازو، د خبریالانو د ملاتړ صندوق مسوولینو او د اطلاعات و فرهنګ وزارت نشراتي استازي د ولسمشرۍ د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش سره درلوده، د دې مسلې په اړه خبرې وشوې.
درې کاله وړاندې د ( ژورنالیستانو صندوق) په نامه صندوق جوړ شوي، د هغو هڅو سربېره هم دوی ندي توانیدلې چې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته ځواب ورکړي.
د خبریالانو د صنفي او مرسته کونکو یو شمېر بنسټونو د دغې صندوق له جوړولو هم شکایت درلود.
ښاغلی دانش، چې په عین حال کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې ریاست پر غاړه لري ټینګار وکړ، چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون وړاندیز د دغه صندوق د فعالیتونو د ښه کېدو لپاره یې حکومت ملاتړ کوي. د ښاغلي دانش په وینا د رسنیو او خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کړنلارې پر اساس، به د دې صندوق مدیریت د کمېټې په غاړه شي.
د فدراسیون غړی او د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې مرستیال ښاغلی فهیم دشتي د خبریالانو د صندوق د هغو فعالیتونو په مننې سره چې تراوسه یې ترسره کړي دي، هغو نیمګړتیاوو ته چې د یاد صندوق په مدیریت کې موجودې وې په اشاره سره وویل، او د دغه صندوق د خبریالانو او رسنیو لپاره د کومک لپاره د اعتبار غوښتونکی شو.
د دې ناستې په وروستیو کې، د اطلاعات و فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال، فاضل سنچارکي د وړاندیز پر اساس، د فدراسیون او د ژورنالیستانو د صندوق استازي به د اطلاعات و فرهنګ وزارت په همکارۍ په سرعت سره د دې صندوق د کړنلارې د تعدیل لپاره هڅې وکړي.