
د تحقیقي ګزارش یو زده کړیز پروګرام، چې اووه میاشتې وړاندې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له لوري په لاره اچول شوی وو، نن پای ته ورسېده.
د نوموړي پروګرام ګډونوال د لسګونو نهادونونو( رسنیو او پوهنتونونو) څخه ټاکل شوي وو، له اووه میاشتې نظري او عملي درسونو وروسته نوموړی پروګرام پای ته ورسېده، د دې مودې د نظري او عملي درسونو په نتیجه کې د خصي مکتبونو، په زندان کې ستونزې، په ځینو مواردو کې له شاروالۍ څخه بده ګټه اخیستنه او د څو نورو موضوع ګانو په اړه یې ګزارشونه برابر کړي وو.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس ښاغلي فهیم دشتي د نوموړي پروګرام د پای په مراسمو کې وویل: د نوموړي پروګرام ترسره کېدل په افغانستان کې د تحقیقي ګزارش د کار په لاره کې یوه لویه لاسته راوړنه ده. نوموړي همدارنګه زیاته کړه: د دغې پروګرام په لړ کې چمتو شوي ګزارشونه به د رسنیو له لوري خپاره شي.
تحقیقي ګرازش د رسنیو له کارونو څخه یو مهم کار ګڼل کیږي. مګر هغوی ته هم په افغانستان کې د تحقیقي ګزارش جوړولو لپاره زمینه نده برابره، لکه څرنګه چې د یاد پروګرام اکثره ګډونوالو اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د تحقيقي ګزارشونو د جوړلو یو لوی خنډ بللی.