
نن سهار د آزادۍ رادیو خبریال او په غور ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، ښاغلي عبدالقدیر غفوري په یوه خبري ناسته کې د ملي امنیت له لوري د نوموړي د نیول کېدلو جزیات ښکاره کړل. ښاغلی غفورې تېره شپه د ملي امنیت د مامورینو له لوري وهل شوي او نیول شوی وو.
غفوري د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې سره په یوه اړیکه کې ویلي دي، چې پدې وروستیو کې د غور ولایت د ملي امنیت د رییس له لوري تحدید شوی دی، چې د طالبانو له یو شمېر قوندانانو سره د یاد ریاست له اړیکو په اړه د خبر له خپرولو ډډه وکړي.
په غور کې یو شمېر خبریالان وایي، چې ملي امنیت له دوی غوښتي تر څو د رخشانې د سنګسار، د څو تنو امنیتي مامورینو د وژلو او د فیروز کوه په شمال کې د ملکي خلکو د جمعي وژلو په اړه د ګزارشونو له خپرولو ډډه وکړئ.
ښاغلي غفوري د تېرې شپې د پېښې په اړه ویلي: یو کس، چې ملکي جامې یې پر تن وې ویې غوښتل ترڅو زما موټر ودروي. په لومړي سر کې زما پام نه وو، مګر لږ لرې ودرېدم تر څو پوه شم چې څه غواړي، همدا چې د موټر دروازه مې خلاسه کړه، لومړی یې په لعنت ویلو شیروع وکړه، ترڅو یې چې ما د پېژندلو په اړه وپوښتل په لغتو او بوکسونو یې پیل وکړ.
وروسته لدې یې ښاغلي غفوري د غور ولایت د ملي امنیت یوه دفتر ته وړی وو. په کابل کې د ملي امنیت مسوولینو ویلي دي، چې غفوري د دې په خاطر هلته ولیږدول شو ترڅو د کورنۍ کوم غړي ته تسلیم کړل شي، پداسې حال کې، چې د ملي امنیت رییس د ښاغلي غفوري د نیول کیدلو علت د الکولي مشروباتو استفاده بللې ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس ښاغلی فهیم دشتي وایي: کله چې یوه همکار د غفوري د منع کولو خبر راکړ، هغه ته مې زنګ وواها او هغه وویل چې څه ډول وهل شوی او نیول شوی دی. د غور د ملي امنیت د رییس شمېره مې له غفوري واخسته او له نوموړي سره مې اړیکه ونیوله.
ښاغلي دشتي زیاته کړه: د غور د ملي امنیت د رییس برخورد کوڅه ــ بازاري او ډېر سپک وو، او ویې ویل، چې غفوري الکولي مشروبات استفاده کړي او په همدې خاطر ونیول شو. کله مې چې ورته وویل چې ما له غفوري سره خبرې وکړې او د هغه په خبرو کې هېڅ د الکولو د استفاده کولو کوم اثر نه لیدل کېده، یو ځل بیا یې په سپکو الفاظو وویل ــ ته په هر کار کې دوکتورا لرئ او تلیفون یې بند کړ.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې په هغه اعلامیه کې، چې پدې اړه یې خپره کړې ده، ټینګار کړی، چې د غفوري د وهلو او نیولو قضیه او د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د رییس سره د غور د ملي امنیت د رییس د سپک چلند قضیه به په رسمي ډول تعقیب کړي.