هغه خبریال، چې ورک شوی دی

یکشنبه غبرگولی 1396,3,14

 د(پریس تې وي) تلویزوني شبکې فلمبردار، حبیب حسین زاده د چهار شنبې د پېښې وروسته ورک شوی دی.

په کابل کې د پریس تې وي مسوولین وایې، حبیب حسین زاده به هره ورځ له کور څخه تر دفتر پورې له همدغه سیمې تېریده، کومه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ځانمرګی برید پکې وشو.

د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي دي، چې حسین زاده به د تېر په شان د جهارشنبې په  ورځ د سهار په آته بجو له کور څخه د دفتر په نیت ووت، مګر له پېښې وروسته د نوموړي هیڅ نښه ونه لیدل شوه.

د تېرې چهارشنبې ورځې په پېښه کې، د لسګونو شهیدانو او سلګونو ټپیانو ترڅنګ، زیات شمېر قربانیان ورک شول او د دوی خپلوان وایي، چې دوی ندي توانیدلي، د شهیدانو او زخمیانو په منځ کې خپل ورک شوي پیدا کړي.

په کابل کې د پریس تې وي مدیر، حاجي حسیني ویلي: د پنځو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه پورې زموږ له فلمبردار څخه کومه نښه نشته.

داسې ګمان کیږي، هغه کسان چې د چاودنې ځای ته له نورو نږدې وو د چاودنې د شدت له امله داسې له منځه تللي دي، چې له دوی څخه هېڅ یوه نښه نه تر سترګو کېږي.

د تېرې چهارشنبې په پېښه کې د حبیب حسین زاده تر څنګ دوه تنه رسنیز کارکوونکي په شهادت رسیدلي او لس تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي ټپي شوي دي.