
نن په هغه لاریون کې، چې د خلکو له لوري د تېرې چهارشنبې د ورځې د قربانیانو د حق غوښتلو په تړاو په لاره اچول شوی وو، یو تن خبریال ټپی شوی او دوه تنه نور خبریالانو د امنیتي ځواکونو له ناسم چلند سره مخ شوي دي.
د هغو راپورونو پر بنسټ، چې تراوسه موږ ته رارسیدلي دي، د ملي تلویزون یو خبریال د پولیس له لوري د تیږې د غورځولو له امله ټپي شوی او د آریانا تلویزون یو خبریال او یو فلمبردار د یاد لاریون د خبري پوښښ پر مهال د پولیسو له ناسم چلند سره مخ شوي دي.
ویل کیږي، چې تل د خلکو په لاریونونو کې، خبریالان د امنیتي ځواکونو له ناسم چلند سره مخ کیږي. حتي د دوی وسایل ویجاړ شوي او بعضې وخت د خبریالانو د ټپي کېدلو سبب ګرځي.