د پولیسو حوزې د آمر له لوري د یو خبریال وهل او ډبول

یکشنبه غبرگولی 1396,3,7

د باختر خبري آژانس خبریال انوارالله انوري، د تېره ورځ وروسته له غرمې د زابل د پولیسو د لومړۍ حوزې د آمر له لوري ووهل شو.

انوري وايي، کله یې چې د ښار په مرکز کې له خلکو سره د پولیسو له شخړې عکس اخیسته، ووهل شو.

د نوموړي په وینا، د زابل د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر، له لفظي شخړې وروسته، نوموړی وهلی، کاري وسایل او حتا موبایل یې هم ترې اخستی دی.

پدې پېښه کې د ښاغلي انوري چپ لاس ته هم دروند زیان رسیدلی دی.

د زابل امنیه قومندان، د ښاغلي انوري لاس ماتېدنه ردوي، مګر وایي، چې پېښه به وڅېړل شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د زابل ولایت له والي سره په اړیکه کې د یادې قضیې د جدي څېړلو غوښتنه کړي ده.

د نوموړې اتحادیې رییس، ښاغلي فهیم دشتي وایي: د دې پېښې په اړه موو نه تنها د زابل ولایت له سیمه ایزو چارواکو سره اړیکه نیولې، بلکي د کورنیو چارو له وزارت او د ولسمشر د ویاندویانو له دفتر سره هم، په اړیکه کې یاستو، تر څو د نوموړې قضیې عاملینقانوني محاکمه شي.

تېر کال هم، ښاغلی انوري د پولیسو له لوري وهل شوی وو او د فلمبردارۍ کمره یې ورته ماته کړې وه.