د ننګرهار د ملي رادیو تلویزون د څلورو تنو کارکوونکو شهادت

پنجشنبه غویی 1396,2,28

نن سهار د ننګرهار د ملي رادیو تلویزون پر ودانۍ باندې د ترهګریز برید په پایله کې د نوموړي تلویزون څلور تنه کارکوونکي په شهادت رسیدلي دي.

په هغه اعلامیه کې، چې د ننګرهار ولایت له لوري خپره شوې ده، ویل شوي دي، چې د غه څلور تنو له جملې څخه دوه تنه تخنیکي او نشراتي کارکوونکي، یو تن موټر چلوونکی او یو تن ساتونکی دی.

په ننګرهار کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، شیرشاه همدرد وایي: د برید په وخت کې د رادیو تلویزون لسګونه تنه کارکوونکي په ودانۍ کې  د ننه وو، مګر له نېکه مرغه ځيني یې د پېښې له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي او بدبختانه چې له هغوی څخه څلور تنه په شهادت رسیدلي دي.

د همدرد په وینا، پدې برید کې د رادیو تلویزون ودانۍ او وسایلو ته هم لوی زیان آوښتی دی.