په کابل کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب ملي ناسته

سه‌ شنبه غویی 1396,2,12

په کابل کې( د ژورنالیستانو د امنیت او خوندیتوب ملي ناسته) تر نامه لاندې یوه لویه ملي ناسته د ثور د میاشتې په دوولسمه او دیارلسمه نېټه ترسره شوه.

پدې ناسته کې، چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدارسیون لخوا د اطلاعات و فرهنګ وزارت په همکارۍ او په کابل کې د انترنیوز دفتر په مالي مرسته جوړه شوه، دولتي چارواکو، د رسنیو مدیرانو او کارکوونکو، د کابل او ولایاتو خبریالانو او د یو شمېر نړیوالو موسسو استازو پکې ګډون درلود.

په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو، همدارنګه د خبریالانو د وظیفوي خوندیتوب نشتون، د کار په سیمه کې د ښځینه خبریالانو ځورونې ته په کتو سره پدې ناسته کې د خبریالانو په دریو موضوعاتو خبرې وشوې( ځاني خوندیتوب، وظیفوي خوندیتوب او جنسي خوندیتوب).

د نوموړې ناستې په لومړۍ ورځ اجرایه رییس ډاګټر عبدالله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سر مشرۍ ځانګړی استازی ښاغلی یاماموتو، د اطلاعات و فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلي فاضل سنچارکي او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون غړي ښاغلي فهیم دشتي د یادو درېو موضوعاتو په باب د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په ستونزو خبرې وکړې.

په لومړۍ ورځ وروسته له غرمې، د خبریالانو د ځاني خوندیتوب په اړه کډونوالو ژور بحثونه وکړل، چې د حکومت او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون استازو پدې اړه د کابل او ولایاتو د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل، او هر یوه دا وعده ورکړه، چې د دغه ستونزې د حل لپاره به زیاتې هڅې وکړي.

د ناستې دویمه ورځ د خبریالانو د جنسیتي او وظیفوي خوندیتوب لپاره ځانګړې شوې وه، چې پدې اړه زیات اوږده بحثونه او پوښتنې ترسره شوې.

پدې ناسته کې یو شمېر هغه بنسټونه چې په فدراسیون کې ګډون لري، چې له هغې جملې څخه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، کابل پرس کلب، په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره(نی)، د رسنیو بازار او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په بیلابیلو برخو( په خبریالۍ کې مخکښو، هغه خبریالان چې جګره پوښښ کوي، د نی د رقابتي خپرونې بریالي او هغه ښځینه خبریالانې چې له دفتر څخه له باندې خبرې پوښښ کوي) کې خبریالان وستایل. 

د نوموړې ناستې په دویمه ورځ، د ولسمشر مرستیال او د رسنیو او خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کمېټې رییس ښاغلي سرور دانش د دغه کمېټې د کړنو په اړه وینا وکړه، د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت په نیوکه یې وویل، چې یادو دوو بنسټونو د خبریالانو د وژلو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په څيړلو کې خپل مسوولیت ندی ترسره کړی.

ناسته، د ګډونوالو د هغه پریکړه لیک په صادرولو، چې په هغه کې د حکومت او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون په وعدو او د رسنیو د مالکانو په مسوولیتونو باندې ټینګار شوی وو، پای ته ورسېده. 

پدې ناسته کې د کابل او ولایاتو ۲۰۰ شاوخوا خبریالانو ګډون درلود.