
تېره ورځ د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې لمړنې رییس د تل لپاره له لدې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
محمد حسن بارق شفیعي د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیي د تاسیس له وخت ۱۳۵۹ کال څخه، چې هغه وخت د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې په نامه یادیله، تر ۱۳۶۱ کال پورې یې د نوموړې اتحادیې مشري په غاړه لرله.
خدای بښلی بارق شفیعي د هېواد پیاوړی لیکوال او شاعر وو، چې د دولت په مختلفو کټګوریو، په ځانګړي ډول په اطلاعات و فرهنګ او په دیپلوماتیکو پوستونو کې یې دنده ترسره کړې ده.
بارق شفیعي په ۱۳۱۰ لمیز کال کې نړۍ ته سترګې وغړولې، د مکتب د دورې له ختمولو وروسته یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي، د فراغت سند ترلاسه کړ.
بارق شفیعي نږدې دوې لسیزې په اروپا کې ژوند کاوه او د مهاجرت په همغه دنیا کې یې، لدې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیي د مشرتابه بورډ او غړو د بارق شفیعي نشتون د ده د کورنۍ د غړو لپاره تسلیت وړاندې کړی او د خدای بښلي د ارواه لپاره د تلپاتې آرامۍ غوښتونکي دي.