د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې، نوې پرېکړې

سه‌ شنبه سلواغه 1395,11,5

د رسنیو او حکومت تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې څلورمه ناسته تېره ورځ د ولسمشر د دوهم مرسیتال، په دفتر کې تر سره شوه.

پدې ناسته کې، اصلي بحث په تېرو کلونو کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۴۲۱ قضیو او په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۱ قضیو بحث و چې د لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت له لوري د دې قضیو د څېړنې ګزارش، په وړاندې کولو د مجلس د غړو قناعت حاصل نه شو.

د دې راپور پر اساس، تنها ۹۹ قضیې د لویې څارنوالۍ لخوا څېرل شوي دي، چې لدې جملې څخه فقط په درېو قضیو د محکمې حکم شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند د قضیو په اړه د دې وزارت د کړنو په اساس وویل: موږ هیڅ یوه لاسته راوړنه نلرو او نه هم نوی راپور لرو.

د دغه قضیو د څیړنو لپاره پریکړه وشوه، چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د استازو، د اطلاعات و فرهنګ وزارت د استازي او  د امنیت شورا د دفتر د استازي په حضور د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال تر نظر لاندې یوه فرعي کمېټه رامنځته کړي.

د هغو قضیو د څیړنو د منظم کولو لپاره، چې احتمال لري په راتلونکي کې رامنځته شي، پریکړه وشوه، چې فدراسیون به د دغو قضیو راپور په هفته وار ډول د کډې کمېټې سکرتریت ته ورکوي، ترڅو لدې لارې د کشفي او عدلي بنسټو نو په مرسته وڅیړل شي.

پدې ناسته کې په ولایاتو کې د ګډو کمېټو د جوړولو په موضوع هم بحث وشو، چې پدې لړ کې، د فدراسیون استازو له محلي ادارو څخه، چې په هرات، وردګ، ارزګان، زابل، لوګر، تخار او فراه ولایتونو کې د دغه کميټو په جوړولو کې خنډونه رامنځته کوي، شکایت وکړ، او پریکړه وشوه، چې د سیمه ایزو ارګانونو اداره د دې ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

په همدې اړه، د سیمه ایزو ارګانونو ادارې د هغه ستونزو په اړه راپور وړاندې کړ، کومې چې په پنجشیر، بادغیس او نورستان ولایتونو کې د ګډې کمېټې په جوړولو کې رامنځته شوي دي، چې دا ستونزې به د فدراسیون په همکارۍ حل شي.

د پرونۍ ناستې یوه بله موضوع، له خبریالانو د ملاتړ د صندوق د جوړولو او اداره کولو موضوع وه، پدې اړه پریکړه وشوه،هغه کړنلاره چې پدې اړه د فدراسیون له لوري جوړه شوې وه، په راتلونکې ناسته کې به وڅیړل شي، او تر هغه وخته د صندوق له اوسنیو مدیرانو سره بحث او خبرې وشي، ترڅو د رسنیو او خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کړنلارې پر بنسټ، د دې صندوق مدیریت ګډې کمېټې ته وسپارل شي.