
د رسنیو عالي شورا، په تېر یوه کال کې، رسمي غونډه نه درلوده او په رسنیو کې زیات شمېر شته ستونزې به د دغه شورا د فعالیت د نشتون له کبله به جریان درلود او یا به هم زیاتیدلې.
د رسنیو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټو نو یو شمېر مسوولینو، په هغه ناسته کې، چې تېره ورځ د اطلاعات و کلتور وزارت له سرپرست سره درلوده، دا موضوع یې وړاندې کړه او د رسنیو د عالي شورا د جوړولو غوښتونکي شول.
په همدې ناسته کې، همدارنګه له هغو اندېښنو څخه یادونه وشوه کوم، چې په تېرو کلونو کې عالي شورا کوم فعالیت او لاسته راوړنه نه درلوده.
نوموړې شورا، چې د ټولیزو رسنیو د قانون د یو څلوېښتمې مادې په اساس رامنځته شوې، د نورو دندو ترڅنګ، په هېواد کې د رسنیو د فعالت د ملي پالیسۍ په جوړولو مکلف دي.
د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو مسوولین، پدې شورا کې د دې شورا د فعالیت نشتون د هېواد د رسنیو له ټولنې څخه د استازیتوب نشتون ګڼي. د ټولیزو رسنیو د قانون د حکمونو پر بنسټ، د دغه شورا دوه غړي باید د خبریالانو له منځه وټاکل شي، چې د قانون خلاف، د سید مخدوم رهین له لوري دوه تنه خبریالان پدې شورا کې د خبریالانو د استازیتو په توګه ټاکل شوي دي، چې نشي کولای له خبریالانو څخه په صحي ډول استازیتوب وکړي.
د تېرې ورځې په ناسته کې پریکړه وشوه، چې پدې شورا کې د خبریالانو غړیتوب ته د خبریالانو د ټاکلو لپاره یوه کړنلاره جوړه شي.
د خبریالانو د صنفي بنسټو په استازیتوب محمد فهیم دشتي، میر علی اصغر اکبر زاده،رحیم الله سمندر، حفیظ الله بارکزی، ممتاز حیدري او بشیر عاطف او نجیبې مرام د اطلاعات و فرهنګ وزارت په استازیتوب، د یوې کمېټې په جوړولو سره د دغه کړنلارې مسوولیت پر غاړه اخستی، چې د دغه اونۍ تر آخرو پورې باید خلاس شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایوي رییس او د دې کمېټې غړی ښاغلی فهیم دشتي وایي: هدف دادی، چې دې شورا ته د غړیتوب لپاره د خبریالانو د ټاکلو لپاره کړنلاره او د هغه معیارونه، چې باید دا استازي یې ولري، د دې کمېټې له لوري جوړ شي.
نوموړی زیاتوي: موږ امید لرو، په عالي شورا کې د خبریالانو د استازو په توګه د مناسبو افرادو په انتخاب سره به د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې به د دې شورا د فعالیت لپاره زمینه برابره شوي وي او هغه ستونزې، چې د دغه شورا د فعالیت په نشتون کې رامنځته شوې وې له منځه لاړې شي.