
کندز ته نږدې په دوو ترافیکي پېښو کې، پنځه تنه خبریالان، چې د هېواد په شمال ختیځ کې یې ملي او نړیوالو رسنیو ته کار کاوه، ټپي شوي دي.
لدې څخه په یوه پېښه کې، چې نن ورځ د کندزـــ تخار په لویه لار رامنځته شوه په هغه کې د خبریالانو د لېږد موټر له یوه بل موټر سره ټکر وکړ، چې په تخار ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې استازی او د خورشید تلویزون خبریال شفیق پویا، د ایران د دري رادیو خبریال عرفان برزګر او د آریانا نیوز تلویزون خبریال نصرت الله ابراهیمي او نعیم رحیمي د آریانا نیوز عکس اخیستونکی، ټپي شوي دي.
شفیق پویا، چې پدې پېښه کې ټپي شوی دی وایي: او د تخار روغتون ته انتقال شوي، او له هغه ځای څخه چې د نصرت الله ابراهیمي او نعیم رحیمي ټپونه ډېر ژور وو، د تخار ولایت له روغتون څخه ټول ټپیان د کندز ولایت روغتون ته ولیږدول شول.
د ښاغلي پویا په وینا، اوس مهال د ټولو ټپیانو حالت ښه دی.
په یوه بله پېښه کې، چې د تېرې ورځې په لماښام د کندز ـــ ښېرخان بندر په لویه لار رامنځته شوه، د رویترز خبري آژانس خبریال سردار محمد رازمل د لېږد موټر د برق له یوې ستنې سره ټکر وکړ، چې دی خپله له دوو تنو خپلوانو سره ټپي شو، د ښاغلي رازمل روغتیایي حالت ښه ښودل شوی دی.