
اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون، نن د مدني ټولنو د بنسټونو لپاره، اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه یو زده ګړیز ورکشاف جوړکړ.
پدې زده کړیز ورکشاف کې، د مدني ټولنو نژدې دېرش تنو مسوولینو او فعالانو، ګډون درلود.
د نوموړي کمیسیون کمیشنرانو، محمد فهیم دشتي او عطا الله یاري، اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق مختلف اړخونه، د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې لدې حق څخه څرنګه ګټه اخیستنه، په ښه حکومت ولۍ باندې د دې تاثیر، د روړڼوالي رامنځته کولو او حساب ورکولو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د دغه ورکشاف په وروستیو کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون دکړنو، اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون، د تقنیني اسنادو او هغو شکایاتو ته لاس رسی چې پدې اړه کیدای شي ، چې په راتلونکي کې رامنځته شي، پدې اړه د سوا او ځواب یوه ناسته ترسره شوه.
کمیسیون، په تېرو میاشتو کې، دې ته ورسته زده کړیز پروګرامونه د رسنیو کارکوونکو، د مختلفو دولتي ادارو آژانسونو او پوهنتونونو لپاره جوړ کړي دي.
ښاغلي فهیم دشتي، د دې زده کړیز ورکشاف په اړه وویل: ټاکل شوېده ده، چې دا زده کړیز ورکشاف د دریو ورځو لپاره دوام وکړي، چې پدې ورکشاف کې نږدې سل تنه د مدني ټولنو د بنسټونو مسوولین او کارکوونکي را غوښتل شوي دي.