د غزني د پولیسو له لوري د دوو خبریالانو وهل او ډبول

چهارشنبه مرغومی 1395,10,1

 تېره شپه، د غزني د آفتاب سیمه ایز تلویزون دوه تنه خبریالان، د پولیسو له لوري وهل شوي دي.

د آفتاب تلوزون د تخنیکي برخې کارمند، محمد قاسم غفوري او خبریال محمد سالم، کله چې د غزني ولایت د پولیسو له قومندانۍ څخه په موټرسایکل د تېرېدو په حال کې وو، د امنیتي پوستې له لوري درول شوي او له لفظي خبرو وروسته وهل شوي دي.

د غزني د پولیسو قومندان، د امنیتي دلایلو پر بنا، د ښار په منځ کې پر موټرسایکل د دوو کسانو سپرېدل منع کړي دي، مګر د رسمي استعلامونو په صادرولو سره، خبریالان لدې امر څخه معاف دي.

محمد سالم او محمد قاسم، چې دواړه دوه نفري پر موټر سکایل سپاره وو، دا استعلام یې له ځان سره درلود، مګر لدې سره سره، پولیسو دوی وهلي دي.

په غزني ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، محمد عارف نوري وایی: هغوی په وسلې سره محمد سالم په مخ وهلی وو، چې له امله یې د محمد سالم خولې او دماغ ته زیان رسیدلی دی.

د غزني د پولیسو مسوولین حاضر نشول، چې پدې اړه نظر وړاندې کړي.