
د پیغام ملي رادیو، مسوول مدیر، محمد نصیر مدثر د نن ورځې په وروستیو کې د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له برید لاندې راغلی او په شهادت رسیدلی دی.
د لوګر ولایت مسوولین وایي، چې د ښاغلي مدثر د لېږد موټر له دفتر څخه د کور په لور د راتللو په وخت کې، د نا پېژاندو کسانو له لوري درول شوی او په سپکې وسلې سره تر برید لاندې راغلی دی.
د پیغام ملي رادیو، په ۱۳۸۲ کال کې د خدای بښلې مدثر تر مدیریت لاندې، د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې په کار پیل کړی دی او د هغه ولایت د زیات طرفدارانو درلونکو رسنیو څخه ګڼل کیږي.
د لوګر ولایت د پولیسو قومندان د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ته ویلي دي، چې په ښاغلي مدثر باندې برید کوونکي په موټرسایکل سپاره کسان وو، مګر تراوسه یې حویت ندی معلوم، مګر د پیغام ملي رادیو یوه تن کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وویل، چې له څو میاشتو راپدې خوا د طالبانو په ډله تړلو کسانو به ښاغلی مدثر په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګاوښه.
د لوګر د پولیسو قومندان په وینا، د دغه پېښې د عاملینو د پېژندلو په اړه څېړنې روانې دي.
یو شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو، چې په روان کال کې یې ځانونه له لاسه وکړي دي، د ښاغلي مدثر په شهادت سره یې، ښمېر دیارلس تنو ته رسیږي.