
تېره ورځ د زابل ولایت ښاروال، د تاتوب اونیزې خبریال، په تلیفوني اړیکه کې تهدید او توهین کړ.
په هغه صوتي غږ کې، چې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې په لاس کې دی، د زابل ښاروال، کریم الله حکیمي په بدو الفاظو د تاتوب اونیزې خبریال توهین کړ او وایي: به خدا اګه از دستم خلاص شوی.
دا توهین او تهدید د زابل د ښاروالۍ په اداره کې د شته فساد په اړه د ګزارشونو د خپرولو پخاطر شوی دی.
لدې یوه ورځ وړاندې، د لیمې سیمه ایزې رادیو خبریال، برات خان ساروان، د پکتیا ولایت د پولیسو له لوري وهل شوی دی.
د پکتیا ولایت مسوولینو ویلي دي، چې د دې پېښې عاملین یې نیولي او ډېر ژر به یې عدلي او قضایي بنسټونو ته معریفي کړي.
په کابل کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیي مسوولینو اعلام کړی، چې دوارې قضیې به په سرعت سره د عدلي او قضایي بنسټونو له لارې وڅیړي.