د تحقیقي ژورنالیزم، زده کړیز پروګرام ته د ګډون لپاره رابلل

دوشنبه ليندۍ 1395,9,1

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، په نظر کې لري ترڅو د تحقیقي ژورنالیزم یوه ښپږ میاشتینۍ زده کړیزه دوره جوړه کړي.

پدې زده کړیزه دوره کې به، ټاکل شوي استادان، د تحقیقي ګزارشونو د جوړول فنونه او اسرار تدریس کړي.

پدې سره، مینه والو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان کال د لیندۍ له دویمې تر دوولسمې نېټې پورې، په دغه زده کړیزه دوره کې ګډون لپاره نوم لیکنه وکړئ.

د داخلیدو شرطونه:

  پدې زده کړیزه دوره کې، تنها هغه څوک نیول کیږي، چې په عملي ډول په یوه رسنۍ کې د خبریالۍ په کار مصروف وي.

د نوم لیکنې لپاره، دغه آدرس ته مراجعه وکړئ:

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، د قلعه فتح الله پنځم سرک، د آزمون خصوصي لېسې ته مخامخ.

یاداشت:

دوه قطعې عکسونه، خلص سوانح او د خپل خبري ګزارش یوه نومونه باید له ځان سره ولرئ.

د زیاتو معلوماتو لپاره، کولای شئ، چې لدې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:   0700207881 /0787468468