په دایکندي ولایت کې په نسیم رادیو برید

چهارشنبه تله 1395,7,21

د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې، تېره ورځ څو تنو وسلوالو د لاسي بم په واسطه د نسیم رادیو په ودانۍ برید کړی دی.

د یادې رادیو مسوولین وایې، چې د دې برید له امله د رادیو ودانۍ او وسایلو ته زیان اوښتی، مګر ځاني زیانونه ندې رامنځته شوي.

د نسیم رادیو د مشر، محمد رضا واحدي په وینا، برید کوونکي د نسیم رادیو په ودانۍ تر برید وړاندې د نوموړي شخصي کور ته د ننه شوي او وهلی او ډبولی یې دی.

د دایکندي د پولیسو چارواکو ویلي دي، چې د قضیې څېړنه پیل شوې ده، مګر تراوسه د  قضیې د عاملینو د نیولو لپاره کومه نښه په لاس نده راغلې.