له خورشید پوهنتون څخه د خبریالۍ د محصلینو فراغت

جمعه تله 1395,7,16

د خورشید د عملي خبریالۍ څخه د محصلینو دویمه فراغت غونډه، تېره ورځ د یاد پوهنتون د کنفرانس په تالار کې جوړه شوه.

پدې دوره کې، د خورشید پوهنتون له شپږ میاشتنۍ عملي خبریالۍ څخه ۵۰ تنه محصلین څخه غارغ شول.

د خورشید پوهنتون له دوه کاله راپدې خوا، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې په همکارۍ، د عملي خبریالۍ شپږ میاشتنۍ دورې دایروي.

د خورشید پوهنتون رییس، عبدالرحیم احمد پرواني وایي: زمونږ هدف دادی، تر څو په نویو میتودونو سره، عملي عصري خبریالي په لنډ وخت کې، مینوالو ته تدریس کړو.

د ښاغلي پرواني په وینا، د میترا او خورشید تلویزونونه، د عملي زده کړې د اسانتیاوو په چمتو کولو کې، لدې پوهنتون سره مرسته کوي.

نږدې ده ترڅو ډېر ژر د دغه زده کړې دریمه لړۍ پیل شي.