
په غزني ولایت کې د کلید رادیو خبریال، تاج محمد سکندر، تېره ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې د یوه ساتونکي له لوري ورته توهین شوی او په مرګ ګواښل شوی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده، چې ښاغلي سکندر د راپور جوړولو لپاره یادې محکمې ته تلی وو.
ښاغلی سکندر وایي، چې دی د استیناف محکمې د رییس په وړاندې توهین او ګاوښل شوی دی، مګر هغه هېڅ عکس العمل ندی ښودلی.
همدارنګه، په همدې ورځ د الجزیرې تلویزون خبریال، رحمت الله نیکزاد، د غزني ولایت د استیناف محکمې د ساتونکو له لوري توهین او ګواښل شوی دی.
په غزني ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، محمد عارف نوري د دغه پېښې د تایید ترڅنګ وویل، چې د غزني ولایت مسوولین پدې ډول پېښو کې د خبریالانو دغه ډول شکایاتو ته ځواب نه ورکوي.
ښاغلي نوري په غزني کې د جمعیت اسلامي د حزب او د ډاکټر نجیب الله د بنسټ له ولایتي دفترونو څخه د شکایت ترڅنګ وایي: کله چې رسنۍ د دغه دفترونو د مسوولینو مرکې خپروي، هغوی په یاد ولایت کې خبریالان او د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوولین ګواښي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، له مسوولو بنسټونو په ځانګړې توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ له ګډې کمېټې (چې تېره اونۍ د رسنیو او خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کړنلارې پر بنسټ رامنځنه شوه) غواړي، ترڅو ذکر شوو مواردو ته په جدي او سریع ډول ورسیږي.