
اطلاعاتو ته له نړیوالې ورځې څخه( اطلاعاتو ته لاس رسی: دا ستاسو حق دی) په شعار سره، نن په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې ولمانځل شوه.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې لدې ورځې لمانځنه کېږي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون، چې د تېر کال په وږي میاشت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د حکم په بنسټ رامنځته شو، د یو شمېر رسنیو، د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو په همکارۍ د ننې مجلس کوربه وو.
پدې ناسته کې، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر، په افغانستان کې د یونسکو رییس، په افغانستان کې د یو ان ډي پي رییس، د مدني ټولنو استازي، دولتي چارواکو او یو شمېر خبریالانو پکې ګډون درلود.
ډاکټر عبدالله عبدالله د دې ناستې اصلي ویناوال وو، اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون له کړنو څخه یې ستاینه وکړه او د دغه کمیسیون د ستونزو د حل کولو لپاره په ځانګړې توګه د یوې مشخصې بودیجې ځانګړې کول او اطلاعاتو ته د لاس رسي د مقررې تصویب کولو لپاره یې، ژمنه وکړه.
نورو ویناوالو، چې د نړیوالې ټولنې یا دولت او د افغانستان د مدنې ټولنې اطلاعاتو ته دلارس رسي د څار کمیسیون په استازیتوب یې خبرې کولې، اطلاعاتو ته د لاس رسي د اهمیت او د فساد سره د مقابلې په لاره کې د دغه حق د اغیزې په اړهخ خبرې وکړي.
د یادې ناستې په دویمه برخه کې، د اطلاعات و فرهنګ نشراتي معییني مژګان مصطفوي، د کمیسیون غړي فهیم دشتي، نجیبه ایوبي له خبریالانو څخه په استازیتوب، د یونسکو په استازيتوب ریکاردوګراسي او د یو ان ډي پي په استازیتوب دوګلاس کیه د یوه ډله ایز بحث په لړ کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق مختلفي زاویې، په افغانستان کې د دغه حق تامینول او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار د کمیسیون په کړنو یې بحث وکړ او په وروستیو کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
اطلاعاتو ته د څار کمیسیون د اطلاعات و فرهنګ وزارت په همکارۍ سره، نن په یوه وخت کې په آتو نورو ولایاتو کې، دې ته ورته ناستې ترسره کړې.
اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، لومړنی قانون وو، چې د ولسمشر اشرف غني له لوري توشیح شو او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون د همدغه قانون پر بنسټ د تېر کال په وږي میاشت کې توشېح شو.