اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره د پوهاوي د یوه میاشتني کمپاین پیل

دوشنبه وږی 1395,6,8

اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کميسیون له نن څخه اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره د پوهاوي یو میاشتنی کمپاین پیل کړ.

دا کمپاین به د روان میلادي کال د سپتمبر تر ۲۸ مې نېټې پورې دوام وکړي، د سپتمبر ۲۸ نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي د ورځې په نامه نومول شوې ده.

اطلاعاتو ته د لاس رسي د یوه میاشتنې پدې کمپاین کې، یو شمېر رسنۍ، د رسنیو صنفي او مرسته کوونکي بنسټونه او د مدني ټولنې بنسټونه به له نوموړي بنسټ سره همکاري کوي.

د نن په ناسته کې د یوه میاشتنې کمپاین په لړ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون د پروګرامونو په اړه مفصل جزیات وړاندې شول.

د نوموړي کمیسیون رییس، سید اکرم افضلي وویل: د دولتي بنسټو لپاره د معلوماتو د ورکړې د سطحې پروګرامونه، د رسنیو له مدیرانو، خبریالانو او د مدني ټولنو د مسوولینو سره د اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د پوهاوي ناستې، د تبلیغاتي موادو او پوسترو چاپ او خپرول به په راتلونکي میاشت کې له عمده فعالیتونو څخه وي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون غړی، فهیم دشتي له هغه رسنیو څخه چې حاضر شول چې په دغه کمپاین کې مرسته وکړي په مننې سره، راتلونکي یوه میاشت په هېواد کې  د خبر رسونې د کلتور لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

 پدې ناسته کې، همدارنګه له هغو رسنیو څخه چې تر اوسه اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون سره، اطلاعاتو ته د لاس رسي د پوهاوي لپاره د کمپاین پخاطر همکارې شوي ندي، غوښتنه شوه ترڅو پدې اړه خپل مسسولیت ادا او لدې کمپایت سره یو ځای شي.