په نیمروز ولایت کې د خبریالانو په نامه د یوه سړک نومول

پنجشنبه لړم 1395,8,20

د نیمروز ولایت په مرکز، زرنج ښار کې یو سړک د( خبریالانو د سړک) په نامه ونومول شوه. په یاد ولایت کې تراوسه د رسنیو او خبریالانو فعالیت کم رنګه دی، مګر د نیمروز سیمه ایز چارواکي وایي، هغوی علاقه لري ترڅو په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیتونه زیات کړل شي. له بل لوري د نیمروز ولایت اوسیدونکي وایي، چې نړیوالې رسنۍ دې ولایت ته کمه پاملرنه لري او هغوی پدې اړه له مختلفو ستونزو سره مخ دي، د دوی په وینا، رسنۍ کولای شي د خلکو سره د چاپیریالي ستونزو په انعکاس کې مرسته وکړي. د هرات ولایت د یوې ډلې خبریالانو د سپر په لړ کې، چې د خبر او د وضعیت لپاره یې نیمروز ولایت ته درلود، د یاد ولایت د والي له لوري یې ښه راغلاست وشو او وعده یې ورکړه، چې پدې ولایت کې به د رسنیزو فعالیتونو او د بیان د آزادۍ د تقویې لپاره به هېڅ مرسته ونه سپموم. د نیمروز او هرات ولایتونو د خبریالانو د وړاندیزونو پر بنسټ، د نیمروز ولایت والي، انجینر محمد سمیع، د یاد ولایت په اداري ناسته کې پریکړه وکړه، ترڅو د ولایت ودانۍ ته نږدې یو سړک د خبریالانو په نوم ونومول شي. د نیمروز ولایت والي د دغه سړک د نومولو په مراسمو کې د ولایت د مرستیال، د نیمروز د ولایتي شورا د استازو، د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو، د هرات د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د استازو، د افغانستان د خبریالانو د مرکز او په هرات کې د مدیوتیک د دفتر د استازو په ګډون سره یې ټینګار کړی، چې په هېواد کې د خبریالانو او د بیان د آزادۍ د درناوي پخاطر یې دا څلور لارې د خبریالانو د سړک په نامه ونوموله. په هرات کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر مسوول، قدیر شاهین د دغه سړک د پیل په مراسمو کې، د نیمروز ولایت د سیمه ایزې ادارې د دغه اقدام ستاینه وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې نیمروز ولایت د افغانستان په جنوب کې لومړنی ولایت دی، چې د خبریالانو په نامه یې سړک ونوماوه. نوموړي د نیمروز ولایت له والي او سیمه ایزو چارواکو وغوښتل، چې د هېواد د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ د نیمروز ولایت له خبریالانو سره، اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه او د هغوی د ځانونو د خوندیتوب لپاره ډېره پاملرنه وکړئ.  د خبریالانو سړک د ولایت د ودانۍ شمال او د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ د ودانۍ جنوب لوري ته واقع ده، چې ۱۸ مېتره سوور او له ۸۰۰ مېتره زیات اوږدوالی لري. نوموړي زیاته کړه، دا په زرنج ښار کې یوه کلیدي جاده ده، په یقین سره د جادې، څلور لارې او یا هم مرکزونه او ساحې د خبریالانو په نامه نومول، په نیمروز ښار کې د رسنیز فعالیت د زیاتېدلو لپاره یوه انګېزه ګېدلای شي. په همدې حال کې یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو د هېواد په مرکز او ولایاتو کې د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټو نو د پاملرنې له نشتون څخه شکایت لري. هغوی ټینګار کوي، چې تراوسه پدې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په لاره کې ستونزې لري او په بعضو مواردو کې د امنیتي چارواکو له لوري خبریالان د خبري پوښښ په دلیل ګواښل کیږي. نیمروز ولایت د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه دی، چې په هغه کې اوس مهال درې سیمه ایزې رادیو ګانې او یو دولتي تلویزون فعالیت لري او له ۱۰ څخه زیات  خبریالان او رسنیز کارکوونکي پدې ولایت کې په کار مصروف دي.