د اطلاعات و فرهنګ وزیر، استعفا وکړه.

سه‌ شنبه لړم 1395,8,18

د اطلاعات و فرهنګ وزیر، عبدالباري جهاني، ولسمشرۍ ریاست ته د خپلې استفاع لیک، استولی دی.

د دغه استعفا لیک په متن کې، چې د ښاغلي جهاني د فیسبوک په پاڼه خپور شوی دی، راغلي دي: ښاغلی ولسمشره! د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مهمې وظیفې د سپارلو پخاطر ستاسې له باور څخه منندوی یم، مګر د صحي معاذرو په خاطر نشم کولای،چې دندې ته مې دوام ورکړم. له تاسې څخه محترمانه غوښتنه لرم، چې زما استعفا منظوره کړئ.

همدارنګه د ښاغلي جهاني د فیسبوک په پیام کې ویل شوي دي، چې یاد متن لس ورځې مخکې د ولسمشرۍ دفتر ته استول شوی دی.

په همدې حال کې، د ولسمشرۍ دفتر تراوسه د اطلاعات و فرهنګ وزیر د استعفاع په اړه کومه تبصره نده کړې.

په افغانستان کې د رسنیو ارباب پدې باوردی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رس کې د ښاغلي جهاني شتون، د دې وزارت په کړنلاره کې هېڅ تغیر ندی رامنځته کړی او ښاغلي جهاني د دغه وزارت په رس کې په خپل یوه نیم کلن بهیر کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

د اطلاعات و فرهنګ وزارت، په پنځلسو وروستیو کلونو کې، د افغانستان حکومت د کمو لاسته راوړونکو وزارتونو له جملې څخه دی. د حامد کرزي دیارلس کلني حکومت او د ملي وحدت حکومت، دې وزارت ته پاملرنه نده کړې او هغه کسان، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د دغه وزارت په رس کې ګمارل شوي وو، یا به یې د بیان په آزادۍ باور نه درلود او یا به هم د داسې وزارت د اداره کولو لپاره، په ځان کې دومره ظرفیت نه درلود او یا به یې هم د کبر، سن او صحي ستونزو له کبله نشوای کولای کوم کار ترسره کړي.

په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو صنفي او مرسته کوونکي بنسټونو، د ملي وحدت له حکومت څخه غوښتي، چې دا ځل یو ځواکمن، تکړه، با استعداده او د قومي او ژبني تعصب څخه لرې کس د دغه وزارت په رس کې وګماري.