
د آریانا تلویزون خبریال، نعمت الله ذهیر، نن سهار د هلمند د جګړو د خبري پوښښ په جریان کې په شهادت ورسېده.
ذهیر، د لښکر ګاه ښار په دویمه ناحیه کې، د دولتي ځواکونو د نظامي عملیاتو د پوښښ په جریان کې، چې له طالبانو څخه د دغه سیمو د پاکولو په خاطر په لاره اچول شوي وو، شهید شو.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، شکرالله شاکري وايي: د نعمت الله ذهیر موټر، د جادې په غاړه له یوه خښ شوي ماین سره ولګېده او د ماین چاودنه د نعمت الله ذهیر د شهادت باعث شوه.
د هلمند ولایت د چارواکو په وینا، په داسې حال کې، چې د لښکر ګاه دویمه ناحیه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوېده، مګر تراوسه په دغه سیمه کې د ماینونو د خنثا کېدلو پروسه پای ته نده رسېدلې په همدې دلیل اوس هم په دغه سیمه کې د ماینونو خطر موجود دی.
د آریانا تلویزون مسوولین وایي، چې د ښاغلي نعمت الله ذهیر جنازه به یو ځل کندهار ته او له هغه ځایه به بیا کابل ته ولیږدول شي، د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته به بیا په وردګو ولایت کې خپل د زیږېدلو ځای ته ولېږدول شي.
د نن ورځې په پېښه کې، د ښاغلي ذهیر موټر چلوونکی سخت ټپي شوی او په سیمه کې په یوه روغتون کې ته درملنې لاندې دی.